د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د سوریې استخباراتو د داعشيانو یوه ډله چې غوښتل یې په دمشق کې د (زینب) پر زیارت پراخ برید ترسره کړي له ټولو وسایلو سره یوځای نيولې ده.
سوريه کې د نوي حکومت مشر ابو محمدالجولاني واک ته له رسېدو وروسته هر ځل ټينګار کړی چې سوريه کې به هېڅ ډول ورانکارو ډلو او ټپلو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي او له منځه به يې يوسي.