Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویان د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي!
    لیکني

    د شر او فساد لارویان د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي!

    عمران آغاعمران آغا11 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد کلیوال

    دا طبعي خبره ده چې د هري زمانې هر حکومت مخالفین درلودل/لري؛ دوی کله یو کس وي، کله یو تنظیم وي او کله کله بیا د یو هیواد شکل ځانته غوره کوي.

    مخالفین د هدف په اساس هم سره توپیر لري؛ دوی د بېلابېلو ارزښتونو لپاره مخالفت کوي چې ځیني یې مشروع وي او ځینې نامشروع.

    په اوس وخت کې د افغانستان حکومت د غوڅ اکثریت ملاتړو تر څنک یو شمیر مخالفین هم لري چې ډېری یې په بهر کې دي؛ د مقاومت جبهه او د آزادۍ متحده جبهه دوه د شر او فساد هغه ډلې دي چې د افغانستان حکومت په مخالفت کې ځانونه تر ټولو وړاندې بولي.

    دوی په افغانستان کې د شر او فساد جوړولو لپاره له مختلفو لارو کوښښ کوي چې ځینې خو یې د مسلح مقاومت خبره هم کوي مګر د افغانستان ډاډه امنیت یې یاده ادعا دروغ ثابتوي.

    مقاومت جبهه او د آزادۍ جبهه د افغان حکومت په وړاندې د مخالفت نغارې ډنګوي، مګر د دوی تر منځ ډېر داسي موارد شته چې د دوی خپلمنځي اختلافات په ډاګه کوي.

    د دواړو جبهو غړي د ډیموکراسي له برکته په تېر کې د مختلفو سیاسي ګوندونو غړي وو چې د ګټو او اهدافو په اساس له یو بل سره په ګڼو مخالفتونو کې ښکېل وو.

    دوی د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او شخصي ګټې نو په طبعي ډول د افرادو تر منځ توپیر کوي، حتی که د یوې کورنۍ غړي هم وي خو شخصي ګټې یې له یو بل څخه مختلفې وي.

    په همدې اساس له افغان حکومت سره د دوی مخالفت هم د شخصي ګټو پر بناء دی؛ یو شمیر یې په حکومت کې ونډه غواړي، ځیني د خپلو خارجي بادارانو په لمسون د ښځو او بشر غربي حقوقو ته مبارزه کوي او ځینې نور بیا د تېرو جنایتونو د پټولو لپاره غواړي ځان له محاکمه کولو څخه وژغوري.

    نصرت اقبال آزادي جبهې ته منسوب کس په دې وروستیو کې له ځینو هغه رازونو پرده پورته کړې چې د شر او فساد د ډلو(مقاومت جبهه او آزادۍ جبهه) تر منځ د یو لړ ژورو اختلافونو څرګندونه کوي.

    د نصرت اقبال ادعا دا په ډاګه کوي چې د افغان حکومت مخالفین په خپلو منځو کې هم سره متحد نه دي او نه به هیڅکله سره متحد شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد سعودي عربستان او ایران پوځي مشرانو د دوه‌ اړخیزه همکاریو پر ډېرولو خبرې کړي
    راتلونکي مقاله مولوي عبدالکبیر: نړۍ د اسلامي امارت د حاکمیت په درک کولو سره په خپلو څرګندونو کې بدلون راوستی

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه

    16 جون 2026

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    15 جون 2026

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 جون 2026

    ایران سره د جګړې په پیل کې د متحده عربي اماراتو يو لوړپوړي پلاوي په پټه اسرائیل ته سفر کړی و

    عربي پوسټ د الجزیرې عربي څانګې راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د جګړې…

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    17 جون 2026

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ایران سره د جګړې په پیل کې د متحده عربي اماراتو يو لوړپوړي پلاوي په پټه اسرائیل ته سفر کړی و

    17 جون 2026

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    17 جون 2026

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،107 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،212 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.