رسنۍ د پیغام رسونې او د عوامو د خبرونې لپاره له هر څه ښه او ارزانه وسیله ګڼل کېږي، پخوا به د يوې ځانګړې موضوع په تړاو د خلکو د خبرونې لپاره، له نغارو، جارچیانو، ناظرانو، په لوړو غونډیو د اور لګولو او له ځينو وسیلو او الآتو څخه کار اخیستل کېده.
د وخت په تېرېدو سره نړۍ پرمختګ وکړ او رسنۍ رامنځته شوې، د غږیزو، انځوریزو، چاپي او الیکټرونیکي رسنیو په شمول د ټولنیزو رسنیو رامنځته کېدل د اطلاعاتو، معلوماتو او پیغامونو په رسونه کې خورا مهم رول اداء کړ.
رسنۍ په دوهمه نړیواله جګړه کې سیاسي شوې، ښکېلو اړخونو به د یوه او بل پر ضد د خپلو پوځي تجهیزاتو او پوځیانو په تړاو د هماغه وخت په رسنیو کې پیغامونه خپرول، تر څو د مقابل لوري روحیه کمزورې کړي او ځان برلاسی وښيي.
د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو سره سم، بغاوتګرو له هېواده بهر ځينې رسنۍ ایجاد کړې، چې د بیان له ازادۍ سوء استفاده کوي، د اشخاصو او په افغانستان کې د حاکم نظام په ضد افواهات، شایعات، بې بنسټه راپورونه او اطلاعات خپروي، تر څو عامه اذهان مغشوش او ناسم معلومات ترویج کړي.
دغه رسنیو د بیان له آزادۍ د ناسم تعبیر په اخیستو دا فهمولې ده، چې بیان ازآدي یعنې د نورو د شخصیتونو توهین، ملي منافع له خطر سره مخ کول، رواني امنیت ته ګواښ پېښول، ناسم معلومات خپرول او د رسنیو پر واقعي بڼه تور داغ جوړول. بغاوتګر له دغه ناسم فهم څخه په استفاده په ټولنیزو رسنیو کې هر راز بې اساسه معلومات خپروي.
افغان ولس ته دا څرګنده شوه، چې بغاوتګر په افغانستان کې د حاکم نظام پر وړاندې، ضد او نقیص تبلیغات کوي، دوی یواځې د طالبانو خلاف نه، بلکې د اسلام پر ضد له رسنیو سوء استفاده کوي، چې په دې سره یې د افغان ولس په زړونو کې کرکې او نفرتونه را پارولي دي.
رسنۍ چې اوس مهال د نړۍ له حالاتو د وګړو د خبراوي په موخه چټک رسنیز فعالیتونه کوي او د خلکو د ذهني تنویر لپاره هر اړخیزې خپرونې وړاندې کوي، نو پکار ده چې رسنۍ داسې څه خپاره کړي، چې د خلکو پر ژوند مثبت تأثیرات ولري نه منفي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.