د نيويارک ټايمز رسنۍ د راپور له مخې د نړۍ تر ټولو بوډا شخص تومیکو ایتوکا ​​د جاپان په اشیا ښار کې د ۱۱۶ کلونو په عمر مړ شوی.

راپور زياتوي چې هغه د ۱۹۰۸ ميلادي کال د مای‌ مياشتې په ۲۳ مه نيټه زېږېدلې وه او د دواړو نړيوالو جګړو شاهده پاتې شوې.

همدا راز ځايي رسنيو يو ځل له مړې شوې ايتوکا د ډېر عمر کولو راز پوښتلی وو او هغې په ځواب کې د تازه مېوې په ځانګړي ډول د کېلو ډېر خوراک او دغه راز د کاليپس( د لبنياتو نه جوړې جاپانۍ اوبه) څښل ياد کړي وو.

د راپور له مخې، هغې د ګینس نړۍوال ریکارډ درلود او د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د نړۍ تر ټولو زوړ شخص نومول شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version