یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

د شر او فساد ډلې یو تر ټولو بد عادت دا دی چې کله یې شخصي ګټې خوندي وي نو بیا وایي موږ افغانان یو، که یې ګټې په نورو رذالتونو کې تامین شي بیا وایي موږ افغانان نه یو ځکه افغان د پښتون دوهم نوم دی.

د شر او فساد ډله څو مخونه لري چې په اسانۍ یې تشخیص نه کېږي؛ دوی کله د مقاومت جبهې په نوم راڅرګندېږي او کله د داعشيانو نقاب اغوندي.

دې جبهې څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په غور ولایت کې یې طالبان په نښه کړي مګر کټ مټ همدا اعلامیه د داعشیانو له ادرس څخه هم خپره شوې.

د شر ډله د سیمې او د نړۍ نیابتي ډله ده، دوی قسم کړی چې افغانستان او افغانان به له دوی ښه ورځ و نه لري.

څه وخت په ایران کې وو، د ایران ګټې یې دلته تامینولې او ځانونه یې خراسانیان بلل؛ د کمال خان اوبه یې د ایران حق ګاڼه او ددې بند په تکمیلېدو یې خپل مخالفتونه ښودل.

کله چې ایران پرې خپلې ویزې بندې کړې، بیا تاجکستان ته لاړل هلته یې ځانونه تاجکان بلل او ویل به یې چې تاجکستان او افغانستان د یو نیکه ځمکه ده.

کله چې د ا.ا.ا د قوشتپې ارماني کانال باندې د جوړېدو اقدام وکړ، د شر او د فساد د لارویانو چیغې پورته شوې، خو دا غږ د بل چا وو او ستونی د دوی وو،؛ اصلاً تاجکستان ددې پروژې مخالف هېواد و خو هغوی خپل مخالفت د خپل د نیابتي ډلې له خولې پورته کړ.

عطا نور، اسمعیل خان، احمد مسعود، دوستم او تر دوی پورې تړلي مهرو ټولو د طلایي کانال په جوړېدو خفګان وښود.

تر دوی پورې منسوبو اجیرو رسنیو هم يو ډول تبلیغات پیل کړل چې ویل به یې؛ طالبان د امیرعبدالرحمن خان په څېر غواړي دلته ناقلین راولي او طالبان بیا پاکستانیان دلته اچوي ترڅو شمال تر دوامداره تهدید لاندې واقع شي؛ خو اوس کانال تقریبًا بشپړېږي، نه چا ناقلین ولیدل او نه چا نورې کیسې ولیدلې.

دا خلک د افغانستان د نظام په بدنه کې ناسور زخم او سرطاني دانه ده چې پرته له ایسته غورځېدلو بله چاره نه لري.

د کابل ښار دوی غصب کړ، شېرپور یې شېر چور کړ، ترانزیتي لارې، پارکونه، مسجدونه او ښوونځي یې غصب کړل، دوی پکې ماڼۍ ورغولې.

د کابل غرونه یې په بې رحمانه غصب کړل او په تیږو یې کورونه اباد کړل؛ د کابل د ښار نظم، ښکلا او امنیت بې خونده شو؛ د پنجشیر زمرود او د بدخشان لالونه یې لوټ د فرانسې تر بازارونو یې ورسول.

ا.ا.ا د غصب ځمکې کرار کرار خلاصوي؛ شهرکونه، د تیلو پمپونه او ودانۍ چې د دولت دي مصادره کوي یې، لکه بلخ کې چې د خالد بن ولید ښارګوټی دولت ته مصادره شو، د کابل ښار کې د غصب ودانۍ ونړول شوې او په ځای یې سړکونه پراخ شول.

له دغو خلکو سره مبارزه یوازې د دولت وظیفه نه ده، بلکې ملت هم باید په دې مقدسه جګړه کې نظام ته اوږه ورکړي ترڅو دغه افغان دښمنه ډله داسې وځپل شي چې بیا د وطن د ځورولو فکر و نه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version