Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې فېسبوکي مقاومت
    لیکني

    د شر او فساد ډلې فېسبوکي مقاومت

    عمران آغاعمران آغا8 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    په دې وروستیو کې د شر او فساد ډلې يو خبر خپور کړ چې پکې يې افغانستان کې د ا.ا.ا ضد په ۱۲ دوولسو ولايتونو کې د څلوېښتو ۴۰ نظامي عملياتو ادعا کړې وه.

    د دوی دغه دروغجنه دعوه يواځې د پوچو تبليغاتو يوه هڅه ده؛ ټول ولس او نړۍ ته څرګنده ده چې په ټول افغانستان کې سرتاسري امن دی او داسي هيڅ نظامي عمليات د شر او فساد ډلې له خوا نه دي شوي؛ نه هم د شر او فساد ډله په افغانستان کې خلک لري چې دوی ته دې نظامي عمليات ترسره کړي.

    د شر او فساد ډله له بهر هېوادونو څخه يواځې دروغجنې نعرې او دعوې کوي نو عمليات به افغانستان کې څوک ورته کوي؟ که کله د پيسو يا د تعصب له وسيلې په کار اخيستنې کوم افغان ځوان تيرباسي هم ډېر ژر د ا.ا.ا د ځواکونو له خوا ونيول شي.

    د شر او فساد ډلې مقاومت يواځې تر سوشل ميډيا پوري محدود دی؛ ټول افغانان ښه پوهېږي چې دا يواځې فېسبوکي مقاومت دی؛ چې پر مخ د ځمکې هيڅ حقيقت نه لري او نه هم په دوی کې دومره توان شته چې د ا.ا.ا ضد نظامي عمليات ترسره کړي.

    دوی ټول په خارج کې ناست دي او له هغه ځايه د دروغو تبليغات، بې ځايه ادعاوې او له بهرنيانو څخه د مقاومت په نامه د مرستې او ډالرو غوښتنې کوي.

    دغه وجه ده چې د نړۍ استخبارات خاص مرسته نه ورسره کوي؛ دا ځکه د نړۍ استخباراتي کړۍ پوهېږي چې د شر او فساد ډلې مقاومت يواځې تر سوشل ميډيا پوري محدود او خيالي تبليغاتو، ادعاوو ته ناست دي؛ هغوی پوهېږي چې د شر او فساد ډله دغه دروغجنې او بې ځايه ادعاوې له نړۍ څخه د ډالرو اخيستلو په پار کوي.

    د دوی د دغو پوچو تبليغاتو يوه وجه هم بيرته همدا نړيوال دي، دوی غواړي په دغسي دروغجنو او پوچو تبليغاتو سره ا.ا.ا بد وښيي؛ دا ځکه چې له تيرو دريو کلونو څخه دوی نړيوالو ته د بياځلي يرغل زارۍ کوي چې راشئ او پر افغانستان يرغل وکړئ!

    دوی لا هماغه خوبونه د بياځلي يرغل ويني خو نړيوالو درک کړې چې ا.ا.ا د افغانانو له منځه راپورته شوی او ټول ولس ورسره ولاړ دی؛ نړيوال پوهېږي چې هيڅکله به د ا.ا.ا مقابل دوی بريالي نه شي؛ دا ځکه شل کاله دلته جګړه وشوه، افغانانو قربانۍ ورکړې او د نړۍ د سوپر طاقتونو سره وجنګېدل؛ خو په دې دوو لسيزو جګړو کې چې د غرب او ناټو مقابل وه بيا هم طالبان نه ختم، نه کمزوري او نه هم ستړي شول؛ بلکې لا هم ورځ تر بلې پر ډيرېدو وو.

    نړۍ د تير جمهوريت او دغه د شر او فساد ډلې سره شل کلونه ولاړه وه؛ پيسه، وسله او هر څه يې ورکول؛ طيارې به يې پر سر ګرځېدې، بمبار او وحشتونه يې د افغانانو او ا.ا.ا ضد کول؛ خو بيا هم دوی په ګډه ونه توانېدل چې طالبان ختم يا ترې په نظامي ډګر کې جګړه وګټي نو اوس به يو څو تعصبګر، لنډغر څه وکولای شي!

    بل طرف ټولې نړۍ د ا.ا.ا ضد دوې لسيزې پوچ تبليغات وکړل؛ د بدنامولو هڅې يې وکړې خو بيا هم ونه توانېدل چې په نظامي ډګر کې يا هم په سياسي ډګر کې طالبانو ته ماتې ورکړې؛ نو اوس به دغه د شر و فساد ډله په څو فېسبوکي صفحو او ټويټر اکونټونو سره څه وکړي! دا صرف يو ناکامه او بې ځايه هڅه ده نور هيڅ هم نه.

    نړۍ پوهېږي چې افغانان نور جګړه نه غواړي، افغانان امن او سولې کې ژوند کول غواړي او که ترې دغه امن واخلو نو موږ به هم خطر کې يو ځکه يې دوی ته د مطلق «نه» ځواب ويلی؛ ورته يې ويلي چې موږ بيا هيڅکله پر افغانستان حمله نه کوو.

    خو دا چې د شر او فساد ډلې او د تير جمهوريت مشرانو کاروبار د افغان ولس په وينه تجارت وو خو له دې تجارت څخه ا.ا.ا خلاص کړل ځکه بيا هم زارۍ کوي؛ د ا.ا.ا بدنامه کولو ناکامه هڅې او پوچو تبليغاتو ته يې اوږه ورکړې؛ دوی هڅه کوي په دغسي دروغجنو او بې ځايه ادعاوو سره ا.ا‌.ا نړۍ ته کمزوری وښيي خو نړۍ ته د طالبانو زور ښه معلوم شوی.

    د شر او فساد ډلې يو څو لنډغر دي چې په بهر هېوادونو کې ناست او يواځې يې مقاومت تر سوشل ميډيا پوري محدود دی؛ کوم چې په اصل کې د ځمکې پر مخ داسي هيڅ هم نه لري؛ نه خلک لري، نه يوه لوېشت ځمکه چې دوی پکې تم شي نو نظامي عمليات به څنګه ترسره کوي؟

    ولسه!
    د دغه شر او فساد ډلې په دروغجنو او بې ځايه ادعاوو باک مه کوئ! دوی ته ستاسو دغه امن او سولې کې ژوندون د زغملو نه دی؛ د دوی فېسبوکي مقاومت يواځې تر سوشل ميډيا پوري محدود دی او ډېر ژر به له دې فېسبوکي مقاومت څخه هم لاس واخلي؛ که تاسو (افغان ولس) دغسي په يوه اتحاد او تر يوه محمدي بيرغ لاندي ژوند د ځانو لپاره غوره کړی وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله پاکستان د بنګلديش خپلواکي
    راتلونکي مقاله ‏کورنيو چارو وزارت: د نشه يي توکو د کښت په اړه د سيګار راپور بې بنسټه دی

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.