لیکوال: سلمان باور
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې له سختو او پیچلو کړاؤو را وتلی، چې ملا یې نه انګریز او چنګیز ته خم او نه یې په خپلو ارزښتونو معاملې کولو ته تن ایښی دی.
د غربي داړه مارانو اشر او د شر او فساد د لارویانو نامردي د دې باعث شوه، چې په دې متدینه او په فطري ډول خپلواکه خاوره کې فساد رخنه پیدا او د غرب عادات او رواجونو د ترویج لپاره مستقیماً کار پیل شي؛ خو د دې بې بندوباره او د فطرت ضد کړنو په مخنیوي کې د افغاني ټولنې نخبه ګان، علماء او ډېری ځوانان چې افغاني ټولنه یې په سالم وضیعت کې غوښته ودرېدل او د دې تاواني لارې د مخنیوي هڅې یې پیل کړې.
خو د شر او فساد لارویانو د غربي افکارو د خپراوي لپاره ټولې لارې چارې له پیله سنجولې وې او خنډ جوړوونکې یې په هیڅ صورت نه پرېښودل چې د دوی(شر او فساد) د مخنیوي لپاره دې په دې جغرافیه کې ژوند وکړي.
دوی یې په یو او بل نوم د ټانګ، ټوپک، بم، بارود او زاندان په زور له منځه وړل چې د دې پروژو په انډوخر کې د شر او فساد سر لاري امرالله صالح د علماء کرامو او عامو افغانانو د ترور پروژه واخېسته.
چې د دې پروژې په تطبیق کې امرالله صالح د ډاکتر نجیب د “خاد” لار تعقیب کړه او داسې وحشتونه یې پیل کړل، چې پخوانی کمونیستي رژیم یې خلکو ته ور په زړه کړ، خو د دوی او هغوی تر منځ فرق دا وو، چې دوی به جومات، منبر، خانقاء او مدرسه په بمونو له الوځول وروسته به یې پړه پر نورو ور اچوله او خپله به یې ورته د مرستې ټټر ډبولو، خو کمونستانو یاده دښمني په ښکاره ډول کوله.
امرالله صالح په یو وایس کلیپ کې د ترور یوې پټې ډلې مشر ته وایي: چې د اطلاعاتو او منفجره موادو د انتقال نوموړی په خپله(امرالله صالح) کوي؛ همدارنګه امرالله صالح زیاتوي چې کوم افراد به د دوی په بریدونو کې ټپیان او یا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي، ورسره نغدي مرسته کوي.
د صالح د خبرو تړونی:
https://x.com/NIQAB45/status/1835547102652637284?t=iTk416Uswo-aUYK0PUPDGQ&s=19
د دوی دا پالیسي د دوی د بادار CIA پالیسي وه/ده، چې نن هم هماغه لار تعقیبوي او د هر هغه چا ملاتړ کوي، چې د افغانانو ویني بهوي.
د امرالله صالح د ګارد مسؤل او نور ټول افراد یې د جمهوریت تر ړنګېدلو وروسته مستقیماً د داعش چې د همدوی بېله پروژه ده، ور داخل شول او د جوماتونو، مدارسو او عامه واټونو کې یې داسې وحشتونه وکړل، چې د کېمرې سترګې به هم ورته اوښکې تویولې.
د وطن دا ازلي دښمنان(د شر او فساد ډله) له کمونیستي دورې تر ننه په افغانانو هیڅ رحم نه دی کړی او د هر هېواد او ان شخصي افرادو په غوښتنه او د پیسو په بدل کې یې هر وګړی او ارزښت په اور ستي کړی دی؛ چې همدا خائنین او قاتلین نن په ډېره سپین سترګۍ په هېواد او هېوادوالو خپلې ناولې خولې خوځوي.
ادامه…