د نظامي جبهو د شکست او ماتې سره هم مهاله په سیاسي ډګر کې سیاسي مقاومتونو هم یو په بل پسې وښویېدل او ورک شول.
د طالبانو په ضد جوړ شویو سیاسي حرکتونو باندې د تېر نظام مفسدینو او ولس رټلیو غوښتل د بهرنیانو پام ځان ته واړوي؛ دا چې بهرنیانو کوم عکس العمل و نه ښوده، ولس هم دا جریانونه مسخره کړل، نو کرار کرار سیاسي جریانونو سقوط شول.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت لپاره ملي حرکت(!) تر نامه لاندې انلاین سیاسي جریان رامنځ ته شو چې شعار یې د سولې، ټیکاو او ملي نظام غوښتل و، نوموړي له طالبانو غوښتل ترڅو د دوحې هوکړه عملي کړي او د دوحې ناستې باید تحریم نه شي.
د ملي نظام او د دوحې د ناستو خبره یواځې د واک او اقتدار نشه وه، ملي نظام خو اوس هم تر پخوا ډېر مراعات شوی، له دفاترو واخله د حکومت تر ټولو مراجعو د هرې ژبې او هر توکم وطنوال په نظام کې خوندي دي؛ ان د تېر نظام ټول ملکي او نظامي منسوبین په دندو اخته دي خو یواځې څو فاسدې څهرې حذفې شوي.
د دې ایتلاف په تشکیل کې حنیف اتمر، محمد معصوم ستانکزی، محمد محقق، جلیل شمس، نثار احمد غوریانی، شاکر کارگر، جنرال خداداد، شریفه زرمتۍ، جارالله منصوري، مبارز رشیدي، سلامت عظیمي، جماهیر انوري، سید نورالله سادات، محمد قاسم وفایي زاده، عالم ساعي، کبری دهقان، خدیجه الهام، مرادعلي مراد، فرخ لقاء اونچي زاده، گلالۍ اڅکزۍ، غلام حیدر علامه، رقیه نایل، نور اکبري، نجیبه قریشي، محمد عیسی مصباح شامل دي؛ او دا هغه خلک دي چې له لویو او درَنو جرایمو واخله تر بهرني جاسوسیو پورې یې په هره ناروا کې لاس درلود.
همدا ډول د مقاومت عالي شورا په نامه بل جریان په ترکیه کې یوه ناسته وکړه چې هغه جریان د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ رامنځ ته شو، په دې شورا کې اسمعیل خان، قانوني، بسم الله خان، عطانور، حضرت علي، محمد محقق، کریم خلیلي او دوستم برخه لرله.
پورته دواړه ډلې په افغانستان کې د لوی فساد مرتکبې څهرې وې چې ولس له دوی بېزاره دی او په کراتو کراتو یې له ملي او بین المللي محاکمو څخه یې د دوی د محاکمو غوښتنه کړې.دواړه جریانونه د څو لاملونه له مخې سقوط شول:
١. د واک تنده.
٢. په خپلو کې تنظیمي بدۍ.
٣. د ولس لخوا د دوی رټل کېدل.
٤. د اسلامي امارت فعالې ديپلوماسۍ.
٥. او د بهرنیانو له لوري دوی ته حیثیت او پروټکول نه ورکول.
پورته موارد هر یو په خپل ځای کې د دغو وطن فروشانو بازارونه پیکه او د سیاسي دوکاندارۍ مارکیټونه یې ور سقوط کړل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.