دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر محمد سهیل شاهین افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر جین میرین شو سره لیدلي.

دوحه کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ليدنه کې په روان سیاسي وضعیت، د‌ افغانستان او فرانسې ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.

‏خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دغه راز په افغانستان کې د لرغونو اثارو په برخه کې د فرانسې د مرستو د دوام او پراختیا په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.

د لیدنې په پای کې ښاغلي شاهین له فرانسوي استازي غوښتي چې فرانسه دې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بیرته فعاله کړي.

د یادونې وړ ده، چې سرپرست حکومت دا مهال له هېواده بهر څه باندې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او په دې برخه کې د لا نور پرمختګ لپاره هڅې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version