د عربي رسنیو د راپورونو له‌مخې، د سعودي عربستان چارواکو له ۹ کالو زندان تېرولو وروسته وتلی دیني عالم او خطیب شیخ عبدالعزیز الطریفي خوشې کړی دی.

د راپور له‌مخې، نوموړی ۲۰۱۶ کال کې د څو ټویټونو له امله نیول شوی و، چې په کې یې د عدالت غوښتنه، د خلکو له مشروع حقونو څخه دفاع او د حکومت پر پالیسیو نیوکې کړې وې.

په راپور کې راغلي، چې هغه په زندان کې له ځورونو سره مخ و او له خوشې کېدو وروسته هم له عامه تقریرونو منع شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version