د خوست امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، د یاد ولایت د تڼيو ولسوالۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو هغه تورن قاتل نيولى چې اوه میاشتې وړاندې يې د یادې ولسوالۍ په «اطمان» کلي کې د یوې مدرسې اته کلن زده‌کوونکی د تيږو او ډبرو په واسطه په بې رحمۍ شهید کړی و.

خوست امنیه قومندانۍ وړاندې زیاته کړې، چې نیول شوی کس به د لا نورو اجرأتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، «ترڅو له خپل ترسره کړي او نه بښونکي جنایت سره سمه سنګینه سزا وویني.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کس د امنیتي ځواکونو له جدي څار او دقيقو پلټنو وروسته د یو لړ بریالیو عملیاتو په پایله کې نيول شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version