د لبنان پوځ خبر ورکړی چې د سوریې د پرځېدلي رژیم ۷۰ پخواني عسکر او افسران یې د سوریې د نوي حکومت د پوځي عملیاتو ادارې ته سپارلي دي.

د لبنان د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان چې د لبنان خاورې ته د غیر قانوني ننوتلو په تور د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو، د لبنان په شمال کې د العریده په سرحدي بندر کې سوري چارواکو ته سپارل شوي.

د لبناني سرچینو په وینا، دا اقدام د لبنان او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ د امنیتي هوکړه‌لیک له مخې ترسره شوی.

د دغو کسانو د برخلیک او په سوریه کې د دوی د دوسیو د تعقیب او څارلو د څرنګوالي په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version