Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د متحده عربي اماراتو او بلخ ترمنځ لومړۍ سوداگریزه الوتنه وشوه
    افغانستان

    د متحده عربي اماراتو او بلخ ترمنځ لومړۍ سوداگریزه الوتنه وشوه

    صابر افغانصابر افغان24 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، له متده عربي اماراتو او بلخ ترمنځ لومړۍ سوداگریزه الوتنه تر سره شوه، چې په لومړي ځل یې ۱۶ ټنه برېښنايي توکي پکې له دوبۍ څخه مزار شریف ښار ته راولېږدول شول.د بلخ د مولانا جلال‌الدین بلخي هوايي ډگر د گمرک رئیس عبدالله موحد وايي، د بیات پاور شرکت ۱۶ ټنه برېښنايي سوداگریز توکي له دوبۍ څخه مزار شریف ښار ته راولېږدول.د موحد په خبره، دا لومړی ځل و چې له دوبۍ څخه مزار شریف ته د هوايي دهلېز له لارې الوتنه کېږي.:« له سوداگرو سره خبرې روانې دي او موږ هیله‌من یو چې دا هوايي دهلېز به په راتلونکي کې هم فعال پاتې شي.»د بلخ سوداگر د بلخ ـ متحده عربي اماراتو ترمنځ د مستقیمو الوتنو ته خوښ دي او له حکومت غواړي چې په دغه برخه کې لا نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.د بلخ د سوداگرۍ او پانگونې خونې مشر اسدالله اسدي وايي، د هوايي دهلېز په برخه کې لا هم گڼې ستونزې شته او حکومت ته پکار ده چې شته ستونزې ژر هوارې کړې.له دې وړاندې د مولانا جلال‌الدین بلخي هوايي ډگر څخه ځڼغوزي او نور سوداگریز توکي د سیمې هېوادونو ته صادرېدل؛ خو دا لومړی ځل دی چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ مستقیمه الوتنه تر سره کېږي.افغانستان اوسمهال د گاونډیو هېوادنو سربېره د سیمې هېوادونو سره هم سوداگریزې راکړې ورکړې لري او هره میاشت زرگونه ټنه توکي له بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته وارد او صادرېږي.

    مخکینۍ مقالهمالیې وزارت د بودیجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تایید کړې
    راتلونکي مقاله فراه کې د وینځونکو توکو کارخونه فعاله شوه

    مربوطه لیکنې

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026

    هېواد ته د غير معياري درملو د واردېدو د مخنيوي په اړه نوی ميکانيزم پلی کېږي

    1 مې 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    1 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 2 مې 2026

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    د افغانستان په سیاست کې د ډیورنډ مسئله هېڅکله یوه عادي سرحدي موضوع نه ده…

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026

    عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره د سيمې پر وروستي وضعيت ټيليفوني خبرې کړي

    2 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ډیورنډ ملي مسئله او د پاکستان – مقاومت پټه دسیسه

    2 مې 2026

    هېواد کې نږدې ۱۶ سلنه کارېدونکي نفت د افغانستان خپل تولید دی

    2 مې 2026

    عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره د سيمې پر وروستي وضعيت ټيليفوني خبرې کړي

    2 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.