د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم او د همدې ادارې د رییس په مشرۍ پرون د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو رواجونو مخنیوي په موخه غونډه شوې.

د خبرپاڼې پر بنسټ غونډه کې د بدو رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره ترتیب او تصویب شوې چې تر منظورۍ وروسته به د هېواد په کچه ګټور اقدام وي.

د سرچېنې په خبره، غونډه کې هغه بد رواجونه تثبیت شول چې په افغاني ټولنه کې دود دي، له شریعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان په زیاتو سیمو کې یې خلک له اقتصادي، اخلاقي او ټولنیزو عواقبو څخه کړیږي.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه داسې مهال ترسره کیږي چې دمګړۍ په افغاني ټولنه کې ملا ماتوونکو رواجونو خلک په تېره بيا ځوان قشر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version