په کابل کې د تاجکستان سفیر، سعدي شریفي نن (پنجشنبه) د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د افغانستان او تاجکستان ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه کولای شي له رامنځته شویو فرصتونو ښه استفاده وکړي.
ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې هېڅ لوری نشي کولای د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.
ورته مهال کابل کې د تاجکستان سفیر ویلي، چې تاجکستان له افغانستان سره پر ګډه پوله د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په پار مهمې اقتصادي پروژې په پام کې لري.
نوموړي ویلي، تاجکستان شته واقعیتونو ته په پام له افغان حکومت سره د اړیکو د پراختیا په هڅه کې دی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د ګډې اقتصادي کمېټې، سرحدي همکاریو او د روان کال د پلانونو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.
