د غزې د ملکي دفاع ادارې ويلي، چې غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو د تېرو څو کلونو د بمبارد او بريدونو پر مهال شهيدان شوي شاوخوا ۸۰۰۰ فلسطینیان د بیارغونې د روانو هڅو سره سره لا هم د کنډوالو او خاورو لاندې ښخ پاتې دي.

د دغې ادارې ویاند محمود باسل زیاته کړې، چې پر دې سربېره له ۳۰۰۰ څخه ډېر نور کسان ورک او برخلیک یې نامعلوم دی.

نوموړي ويلي، چې د لټون د عملیاتو په جریان کې سلګونه جسدونه تخریب او یا هم ورک شوي دي.

پر غزې د اسرائيلي يرغلګرو د تېر څه باندې درې کلن يرغل پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان شهيدانو او ټپيان شوي، چې د ډېری هغو جسدونه یې تر اوسه ورک او نامعلوم دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version