Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري
    لیکني

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    عمران آغاعمران آغا13 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د مقاومت جبهې د رهبرۍ تاریخي مخینې ته په کتو د شوروي یرغل له پیله آن تر ننه پورې یو شمېر پخواني سیاسي او نظامي مشران چې په تېر کې یې ځانونه د شورای نظار یا شمال ټلواله معریفي کول او دمګړۍ د «مقاومت جبهې» په نوم له هیواد بېرون فعالیت کوي، د هیواد د طبعي زېرمو او جغرافیایي پلور په بدل کې د بهرنیو استخباراتو په مرستو پایي.

    دوی په مسلسل ډول د افغانستان د مشکلاتو اساسي لوبغاړي پاتې شوي دي، د نورو د لاسونو آلې ګرځېدلي او په بهرنیو او نړیوالو مرستو (دوامداره مزدورۍ) اتکاء کوي.

    د شوروي یرغل پر مهال شورای نظار یا د شمال ټلواله هغه څوک وو چې د امریکا، سعودي عربستان، اېران، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هيوادو استخباراتو د خپلو شومو اهدافو لپاره په افغانستان کې په کار اچولي وو.

    د امریکایي یرغل پر مهال هم د شمال ټلوالې همغه تیت او پرک غړي د ناټو په ټانګونو سپاره کابل ته د لنډغرو په اکټونو کې را داخل شول او د جمهوریت تر پرځېدلو پورې یې خپلو بهرنیو بادارانو ته په خورا امانتدارۍ سره استخباراتي پلانونه تطبیق کړل.

    څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د باګرام نظامي هډې په تړاو بېلابېل نظرونه، افوهات او خبرونه سره تبادله شول.

    يو شمېر مغرضو کړیو او پردیپالو رسنیو آوازې خپرې کړې چې ګواکي سرپرست حکومت د باګرام هوایي او نظامي هډه امریکا ته سپارلې ده، په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت ویاند یاد خبرونه افوهات او په کلکه رد کړل.

    د یادې موضوع څخه د سیاسی استفادې او د خلکو د توجه راجلبولو په خاطر د مقاومت جبهې یو تن غړي عبدالله خنجاني د یوې کرایي رسنۍ سره د باګرام په تړاو د مقاومت اساسي اصلیت خلکو ته بربنډ کړ.

    د ده په وینا: «باګرام د تاجکانو په سیمه کې دی او ټرمپ دې د سرپرست حکومت پر ځای له مونږ سره خبرې وکړي.» له دې خبرو جوتیږي چې مقاومت جبهه آماده ده ترڅو د افغانستان خاوره د بهرنیو پوځي هډو لپاره د دوی د بقاء د تضمین کولو په بدل کې وپلوري او دا چاره د «دموکراسۍ د احیاء» یا د «تش په نوم مقاومت» تر نامه لاندې توجیه کړي، هغه چې مزدورانه سیاست یې بللی شو.

    پر دې سربېره دا هم د یادونې وړ ده چې هغه اشخاص یا تحریکونه کوم چې د یوه ځانګړي قوم په نوم یو ملي بندر، جغرافیه، میدان، یا پایپ‌لاین د سیاسي امتیاز لپاره کاروي، د هیواد د داخلي پلور د یوې بلې بڼې مخ ګڼلی شو.

    پوښتنه دا ده چې که ملي تأسیسات، هوایي میدانونه او نظامي هډې د قومونو ملکیت وي، نو د یوه استخباراتي قوم له‌خوا د هغه دښمن ته د دې تأسیساتو معلومات، کمزوري کول او یا یې په نښه کول، څه معنا لري؟ آیا دا د داخلي پلور ښکاره بېلګه نه ده؟

    د سیاسي شنونکو په اند مقاومت په دوامداره توګه بهرني قدرتونه د خپل راتلونکي تعینوونکي ګڼي. د هغوی په اند، د جبهې روان سیاست نه یواځې د هېواد اتحاد، استقلال او خودکفایي ته زیان رسوي، بلکې د ملي تأسیساتو پر وړاندې یو ستر خطر هم ثابتېدای شي.
    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري
    راتلونکي مقاله بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    مربوطه لیکنې

    له آسیا تر اروپا، د مخالفو ډلو بې پايلې ناستې

    16 اپریل 2026

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026

    پاکستان؛ د وسلو د تولید او سوداګرۍ منظم مرکز او د سیمې لپاره ګواښ

    14 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 اپریل 2026

    ‏د عسقلان-دشت ارچي ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد مزي د غځولو چارې پیل شوې

    د افغانستان برښنا شرکت وایي، د ۵۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت کندز ولايت کې له…

    هېوادوالو ته د ابادۍ جوازونو د ورکړې بهير کې د اسانتياوو پر رامنځته کېدو خبرې شوي

    16 اپریل 2026

    افغان ځواکونو پکتیکا کې پر فرضي کرښه ځوابي برید کې نهه پاکستاني ملېشې هلاک او ټپیان کړي

    16 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د عسقلان-دشت ارچي ۲۲۰ کېلوولټ برښنا لېږد مزي د غځولو چارې پیل شوې

    16 اپریل 2026

    هېوادوالو ته د ابادۍ جوازونو د ورکړې بهير کې د اسانتياوو پر رامنځته کېدو خبرې شوي

    16 اپریل 2026

    افغان ځواکونو پکتیکا کې پر فرضي کرښه ځوابي برید کې نهه پاکستاني ملېشې هلاک او ټپیان کړي

    16 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،142 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،177 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.