شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بيبيسي خبري شبکې د راپور له مخې، په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د پرځېدلي جمهوریت په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر، به امریکا ته وسپاري.د راپور له مخې، د هغه وکیل ویلي چې دوی به هڅه وکړي چې محکمه تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې امریکا ته د هغه سپارل وځنډوي.سرچینې د ظاهر قدیر د وکیل له قوله لیکلي چې پر نوموړي امریکا ته د مخدره توکو او وسلو د قاچاق تورونه پورې شوي دي.د یادونې وړ ده، چې ظاهر قدیر څه موده وړاندې د کېنیا په پلازمېنه نایروبي کې نیول شوی و.
پوتين امريکا او چين ته د اوکراين جګړې د پای ته رسولو په اړه د درې اړخيزې غونډې وړانديز کړی19 اکتوبر 2026
فرانسه کې د ژوند ورځنيو لګښتونو د لوړېډو پر ضد پيل شوي پراخ لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي18 اکتوبر 2026
د هسپانیې لومړي وزير ويلي د ايران جګړې اروپایانو ته له ۱۰۰ ميليارده يورو ډېر زيان اړولی17 اکتوبر 2026