ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۵/۲۱ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_هېواد کې د لومړي ځل لپاره پلټونکو ادارو او د مسلکي زدهکړو بنسټونو ته د جواز ورکولو بهیر پیل شو.
۲_افغان ځانګړو ځواکونو پاکستان ته د لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کړی.
۳_افغانستان ته له چین څخه د رېل پټلۍ له لارې د وارداتي توکو لومړۍ محموله را ورسېده.
- [ ] سیمه:
۱_د پاکستان طالبانو غورځنګ: کورمه کې پر عامو وګړو بريد غندو او دا ډول کارونه پوځ د خپل موخو لپاره کوي. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_اسرائیلي پوځ کې د رواني ناروغیو څپه؛ تېرو څو میاشتو کې یې شپږ تنو پوځیانو ځانوژنې کړي.
۲_له تېر یو کال را په دېخوا منځني ختیځ کې پر امریکایي پوځیانو تر ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي.
۳_اسرائيل وايي د حزب الله لوړپوړی چارواکی طلال حاميه یې وژلی.
۴_د عراق حکومت له وزيرانو نيولې تر عادي کارمندانو خپل يو فيصد معاش غزې او لبنان ته ورکوي.
- [ ] نړۍ:
۱_ترکي پوليسو شاخوا ۶۰ تنه افغان کډوال او ۴ قاچاقبران نيولي.
۲_پوتين وايي د اوکراين جګړه ښايي په يوه نړيواله جګړه بدله شي.
۳_د انګلستان لومړی وزير: که نتنياهو انګلستان ته راشي موږ یې نيسو.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.