ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۶/۱۳ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د مشرتابه په حکم هېواد کې د بدو رواجونو د مخنيوي کړنلاره تصويب شوه.
۲_تېرو اتو میاشتو کې ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
۳_اوبو او انرژۍ وزارت ننګرهار کې د کامې پر بند د پانګونې هوکړه ليک لاسليک کړ.
- [ ] سیمه:
۱_د ترکستان ایغوري مسلمانانو چين کې د ازادۍ د جګړې خبرداری ورکړی. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د غزې ۹۶ سلنه ماشومان احساس کوي چې مړينه یې نژدې ده. - [ ] نړۍ:
۱_بورکینیا کې د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې دوه تنه دولتي پوځیان وژلي.
۲_د اوکراین پوځ په کرسک سیمه کې ۴۰ زره پوځیان له لاسه ورکړي.
۳_د چيچنيا په ګروزني ښار د اوکراين بې پیلوټه ډرون الوتکې بريد کړی، او ويډيو کې ليدل کېږي چې چاودېدونکې ډرون د ښار په منځ کې رالوېږي.
۴_پر سوریې د اسرائیلي رژیم د هوایي بریدونو دوام؛ تازه یې پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.