ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۲۹ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کونړ کې د داعش ډلې یو غړی د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.
۲_کورنيو چارو وزير کابل کې د چين له سفير سره د واخان دهليز پر اهميت خبرې کړي.
۳_ترکیې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې علمي همکاریو ته چمتووالی ښودلی.
۴_امنیتي ځواکونه: هیڅچا ته د شر و فساد او تخریبي کړنو اجازه نه ورکوو.
۵_عباس ستانکزی اصف دراني ته په خطاب کې: هر هغه چا چې زمونږ هېواد ته په بدو سترګو کتلي، مونږ ترې سترګې ویستلي دي.
۶_د روغتیا نړیوال سازمان: د غزې روغتونونه د جګړې په ډګر بدل شوي.
۷_د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.
۸_د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئیس سره کتلي.
۹_کابل کې د شاه او عروس بند کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
- [ ] سیمه:
۱_په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) درې غړي وژل شوي.
۲_پاکستاني طالبانو خیبر کې د پاکستاني پوځ ۱۵ مهمې پوستې له اوږدې کلابندۍ وروسته ونیولې.
۳_پاکستانۍ ډان ورځپاڼه: ۲۰۲۴ کال پاکستاني پوځیانو لپاره مرګونی کال و.
۴_پاکستاني طالبانو تېره شپه په پوسته بريد کې ۴ پوځيان وژلي او دوه ټپيان کړي.
۵_پاکستاني طالبانو دېره اسماعيل خان کې د پوځ پر کاروان بريد کې لسګونه پوځيان وژلي.
۶_ايران د زرګونه پاکستاني وګړو پاسپورټونه بلاک کړي.
۷_مولانا سلمان ندوي: پاکستانی پوځ د امریکا او اسرائیلو ګوډاګی دی.
۸_د پاکستاني طالبانو له لوري نيول شوی پوځي د دندې نه کولو په ضمانت خوشې شوی.
۹_بنو کې پاکستاني طالبانو د پوليسو پر موټر ماين چاودنه کې شپږ پولیسو ته مرګژوبله اړولې.
- [ ] نړۍ:
۱_چینایي هېکرانو د امریکا له خزانې وزارت څخه محرم اسناد غلا کړي.
۲_د سويلي کوريا د ولسمشر د نيولو حکم صادر شوی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.