ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۶/۲۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_کونړ کې د داعش ډلې یو غړی د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

۲_کورنيو چارو وزير کابل کې د چين له سفير سره د واخان دهليز پر اهميت خبرې کړي.

۳_ترکیې د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې علمي همکاریو ته چمتووالی ښودلی.

۴_امنیتي ځواکونه: هیڅ‌چا ته د شر و فساد او تخریبي کړنو اجازه نه ورکوو.

۵_عباس ستانکزی اصف دراني ته په خطاب کې: هر هغه چا چې زمونږ هېواد ته په بدو سترګو کتلي، مونږ ترې سترګې ویستلي دي.

۶_د روغتیا نړیوال سازمان: د غزې روغتونونه د جګړې په ډګر بدل شوي.

۷_د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.

۸_د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئیس سره کتلي.

۹_کابل کې د شاه او عروس بند کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

  • [ ] سیمه:
    ۱_په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) درې غړي وژل شوي.

۲_پاکستاني طالبانو خیبر کې د پاکستاني پوځ ۱۵ مهمې پوستې له اوږدې کلابندۍ وروسته ونیولې.

۳_پاکستانۍ ډان ورځپاڼه: ۲۰۲۴ کال پاکستاني پوځیانو لپاره مرګونی کال و.

۴_پاکستاني طالبانو تېره شپه په پوسته بريد‌ کې ۴ پوځيان وژلي او دوه ټپيان کړي.

۵_پاکستاني طالبانو دېره‌ اسماعيل خان کې د پوځ پر کاروان بريد کې لسګونه پوځيان وژلي.

۶_ايران د زرګونه پاکستاني وګړو پاسپورټونه بلاک کړي.

۷_مولانا سلمان ندوي: پاکستانی پوځ د امریکا او اسرائیلو ګوډاګی دی.

۸_د پاکستاني طالبانو له لوري نيول شوی پوځي د دندې نه کولو په ضمانت خوشې شوی.

۹_بنو کې پاکستاني طالبانو د پوليسو پر موټر ماين‌‌ چاودنه کې شپږ پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_چینایي هېکرانو د امریکا له خزانې وزارت څخه محرم اسناد غلا کړي.

۲_د سويلي کوريا د ولسمشر د نيولو حکم صادر شوی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version