د هرات ولايت د ترافيکو د عمومي مديريت مسوولين وايي، د ١٤٠٣ کال له پيل څخه تر اوسه يې ١٧٢ ميليونه ٣٦١ زره ٥٦٠ افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د هرات د ترافيکو مدير سمونوال غلام محمد ويلي، د خپلو عوايدو د راټولولو تر څنګ يې ٨٩٨٦ جواز سیر او ٧٩٨٥ لایسنس په درېيو برخو کې نوی، تجدید او مثنی برخو کې هېوادوالو ته وېشل شوي دي.
د هرات د ترافيکو مدیر زیاته کړې، په دې موده کې د ترافيکي پېښو د بررسۍ په آمریت کې ٣٧٦٥ پېښې ثبت شوې چې له جملې يې ٧٥٤ پېښې په رسمي ډول عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې شوې دي.
ښاغلي نقیب له هېوادوالو غوښتي چې ترافيکو قوانينو او نښو ته جدي پاملرنه وکړې.