Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د خاصو کړيو لخوا له مقاومت شوری څخه د الماس زاهد د اخراجولو او د نوموړي پر ځای د امان الله ګذر په توسط په کوهدامن کې د نفوذ پراخولو هڅې
    راز

    د خاصو کړيو لخوا له مقاومت شوری څخه د الماس زاهد د اخراجولو او د نوموړي پر ځای د امان الله ګذر په توسط په کوهدامن کې د نفوذ پراخولو هڅې

    عمران آغاعمران آغا27 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستيو کې يونس قانوني او عطامحمد نور د کابل په شمال، په ځانګړې توګه کوهدامن کې، د خپل نفوذ د بيا ترلاسه کولو او پراخولو لپاره نوي تحرکات پیل کړي دي. د دغو هڅو په لړ کې د «انسجام اسلامی مردم افغانستان» په نوم يوه شورا فعاله شوې، چې د دغه رول تر شا د عطامحمد نور نماينده محبوب ‌الله صديقي دی. ویل کېږي ياده شورا چې ډېری غړي یې د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند پورې تړلي دي، له ځينو بهرنيو لورو، په ځانګړې توګه له ايران سره نږدې اړیکې پالي.

    د دغو تحرکاتو اصلي موخه د کابل په شمالي سيمو کې د الماس زاهد په وړاندې د نفوذ پراخولو سيالي، د نويو خیالي ځای ناستو ټاکل او د هغوی شخصیت جوړول دي. څرنګه چې حاجي الماس له دې ډلې څخه لاره جلا کړې، له غورياني او حزب اسلامي سره يې تمایل ښودلی او له امله يې په خپله سيمه کې د پخوا په پرتله اغېز کم شوی، دغه بهير هڅه کوي چې نوموړی د تش په نوم مقاومت شورا له چوکاټه وباسي.

    له مقاومت شوری څخه د حاجي الماس د منزوي کولو تر څنګ، پلان دا دی چې د هغه پر ځای امان‌ الله ګذر په ياده شورا کې ځای پر ځای کړي. په دې اقدام سره غواړي په کوهدامن کې د خپلې نفوذي خلاء ډکولو لپاره له امان الله ګذر څخه استفاده وکړي، هغه د حاجي الماس بديل وګرځوي او په ياده سيمه کې د خپلې خیالي ډلې او جمعيت ګوند په ګټه د نفوذ کولو ته لار خلاصه کړي.

    یادو منفورو څېرو تر دې وړاندې هم وخت په وخت بېلابېلې غونډې، ائتلافونه او تنظيمونه جوړ کړي، خو په عمل کې د کوم ملموس چمتووالي، نفوذ او يا په ساحه کې د پام وړ نظامي او سياسي تحرکاتو په رامنځته کولو کې نه دي بريالي شوي، چې له امله یې ډلې له جوړېدو څو ورځې وروسته بېرته منحل او له منځه لاړې شي.

    مخکینۍ مقالهد ایران د ولسمشر مرستیال او د اټومي انرژۍ سازمان رئیس، محمد اسلامي: د ایران اټومي صنعت د نړۍ له مخکښو هېوادونو سره سیال پرمختګ کوي
    راتلونکي مقاله د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    مربوطه لیکنې

    د کامدېش له جګړې تښتېدلي د پوځي رژیم له لوري نظارت خونو ته انتقال شوي

    29 سپتمبر 2026

    د پوځي رژیم او بې شرمه جنګسالار ترمنځ پټه سل ميليوني معامله

    29 سپتمبر 2026

    په نورستان کې د پاور بانک جبهې ماتې، په جبهه کې درز رامنځ ته کړی

    28 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 7 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: چهارشنبه، ١۴۰٥/٧/١٥ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٥ مه.#هندوکش‌غږ

    7 اکتوبر 2026

    تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړي

    7 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    7 اکتوبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٥ مه.#هندوکش‌غږ

    7 اکتوبر 2026

    تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړي

    7 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.