Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ویانا غونډه د افغانستان پر سیاسي وضعیت کوم اغېز نه لري
    لیکني

    د ویانا غونډه د افغانستان پر سیاسي وضعیت کوم اغېز نه لري

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغان سرپرست حکومت د مخالفینو غونډه د افغانستان په سیاسي وضعیت کې د بدلون راوستلو لپاره کافي اغېز او وړتیا نه لري. که څه هم یاده غونډه د یوې اوږدې اعلامیې په نشر پای ته ورسېده خو په دا ډول غونډو کې ګډون کوونکي اکثره هغه کسان دي، چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په سیاسي صحنه کې شامل وو او خلک یې د منفورو څهرو په توګه پېژني. دا ډول غونډې د افغانستان په داخلي وضعیت کې مستقیم اغېز نه لري او پرېکړې یې په عملي توګه نشي پلې کېدای.

    د ویانا د غونډې ګډونوالو د سرپرست حکومت د راتلونکي پر وړاندې متفاوت دریځونه درلودل. احمد مسعود د مسلح مقاومت پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: چې طالبان یواځې د زور له لارې کمزوري کېدای شي، لیکن ضیا مسعود او ځینې نورو کډونوالو بیا د سیاسي حل لارې او د ملي یووالي پر اړتیا ټینګار کاوه. ځینو ګډونوالو غوښتل چې د طالبانو پر ضد باید یوه واحده جبهه جوړه شي، خو اختلافات پر دې وو، چې دا مشري باید څوک وکړي!؟

    یو شمېر ګډونوال د نړیوالو ملاتړ ته هیله مند وو، خو نورو یې فکر کاوه چې نړیوال د سرپرست حکومت پر ضد کوم جدي اقدام نه کوي او باید خپله لاره په خپله ولټوي.

    د غونډې د ګډونوالو تر منځ پورته اختلافاتو او متناقض دریځونو ته په کتلو ښيي چې د سرپرست حکومت مخالفین لا هم یو مشخص سیاسي یا نظامي پلان نه لري. که څه هم د غونډې مهم ټکي او اصلي موضوعات د افغانستان سرپرست حکومت نامشروع ګڼل، د یاد حکومت د بدیل جوړولو لپاره عملي ګامونه اخېستل، د ملي یووالي لپاره هڅې، د سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو له لارې یو پراخ‌بنسټه حکومت رامنځته کول، د مسلح مقاومت پر دوام ټینګار، د نړیوالو ملاتړ جلبول او په افغانستان سرپرست حکومت فشار زیاتول وو. خو له دې سره سره بیا هم د افغانستان سرپرست حکومت سیاسي مخالفین یو واضح او عملي پلان ته ونه رسېدل.

    د سیاسي شنونکو او ځینو منتقدینو په اند د ویانا غونډه د نړیوالو له جدي ملاتړ پرته یواځې یو سیاسي حرکت و، نه یو عملي پلان.

    فضل محمود فضلي او عطاء محمد نور له ویانا غونډې سره کلک مخالفت څرګند کړی دی. د سیاسي تحلیل ګرانو په اند عطاء محمد نور او فضلي ځانونه د افغانستان د سیاسي لوبې مهم لوبغاړي ګڼي او نه غواړي چې احمد مسعود یا بل څوک د دوی استازي شي.

    دوی باور لري چې د طالبانو ضد سیاسي او نظامي مشري دم‌ګړی هیڅ امکان نه لري، که بیا هم رامنځته کېږي باید د دوی په ګډون او موافقه تنظیم شي، نه دا چې احمد مسعود یا نور افراد یې پرېکړه وکړي.

    دغه راز د عطاء محمد نور او فضلي په فکر د ویانا غونډه یوه بې پایلې ناسته وه، چې نه یې د طالبانو پر ضد یو عملي سیاسي پلان درلود او نه یې د نړیوال ملاتړ ضمانت درلود.

    د ویانا غونډه که څه هم د طالبانو پر ضد د اپوزیسیون د یووالي لپاره یوه هڅه وه، خو د جدي اختلافاتو، مشخصې اجنډا نه درلودو او د عملي اقداماتو د نشتون له امله یې پایله په بشپړه توګه محدوده وه. ګډونوالو د مقاومت او سیاسي حل لارې ترمنځ جدي اختلافات درلودل، چې د غونډې په جریان کې یې یووالي ته تاوان ورساوه.

    دغه غونډې ته کوم نړیوال سازمان یا هېواد د جدي ملاتړ ژمنه ورنه کړه، نو عملي پایله یې هم نه لرله. او د دې تر څنګ نه نظامي، نه سیاسي او نه ديپلوماتيک یو مشخص پلان وړاندې شو، بلکې یواځې بحثونه ترسره شول.

    مخکینۍ مقالهد پوهنتون استاد فيض الله جلال: د ويانا غونډه او ګډونوال یې هیڅ په درد نه خوري او دوی خلکو پېژندلي دي
    راتلونکي مقاله د پاکستان په سند ايالت کې له دولتي ګودامنو ۱۷۰ زره بوجۍ غنم غلا شوي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 31 مې 2026

    مشهد کې افغان قونسل له ايراني لوري سره د افغان بندیانو د لېږد بهير پر چټکتيا خبرې کړي

    د ايران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ خبر ورکړی، چې دې ښار کې افغان…

    ايراني ځواکونو د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې

    31 مې 2026

    د هېواد دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد: روسیې سره د نظامي او تخنيکي هوکړې لاسليکول د بل هېواد پر ضد نه دي

    31 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مشهد کې افغان قونسل له ايراني لوري سره د افغان بندیانو د لېږد بهير پر چټکتيا خبرې کړي

    31 مې 2026

    ايراني ځواکونو د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې

    31 مې 2026

    د هېواد دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد: روسیې سره د نظامي او تخنيکي هوکړې لاسليکول د بل هېواد پر ضد نه دي

    31 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،164 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،101 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،203 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.