د يمن د بهرنيو چارو وزير جمال عامر ويلي خبر شوي يو چې امريکا پلان لري د يمن په الحديدة بندر او سيمې د صهيونيستي اسرائيلو په ملاتړ حمله وکړي

عامر همدا راز زياته کړې چې امريکا ياد بريد د يمن د کمزوري کولو او د فلسطين له ننګې لاس په سر کېدو په موخه کوي، خو ؛ که امريکا داسې غلطي وکړه نو بايد پوه شي چې د دې حملې پايله به داسې وي چې له امريکا به ويتنام هير شي.

الحديدة بندر د يمن تر ټولو ستر تجارتي بندر او سيمه ده چې څو ځل پرې صهيونيستي اسرائيلو هم بمبارد کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version