له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د خیبر پښتونخوا ټانک ولسوالۍ کې دوه پاکستاني پوله‌ساتي ژوندي بېولي دي.

سرچینې د دغو پوځیانو هویت، هر یو رضوان د ممتاز زوی او شعیب د میرزا علي زوی یاد کړی دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ ممېش‌خېلو سیمه کې د پولیسو يو افسر سید حبیب الله شاه هم په یو برید کې په هلاکت رسولی.

ویل کېږي نوموړي د بندیانو په شکنجه او ځورولو کې لاس درلود.

د یادونې وړ ده چې، پاکستاني طالبانو له تېرې ورځې راهیسې په یو لړ بریدونو کې څه باندې شل پاکستاني پوځیان هلاک او ټپیان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version