د راپورونو له مخې، د جنوبي وزیرستان د تیارزې ولسوالۍ په باسکي سیمه کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د نښان ویشتونکو په جلا بریدونو کې درې پاکستانی پوځیان وژل شوي.
د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو یوه امنیتي کېمره هم ویجاړه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې، د پاکستان پوځیان او پولیس په دې وروستیو کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له پرلهپسې بریدونو سره مخامخ دي او نږدې هره ورځ د مرګژوبلې شاهد وي.