Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نه‌لرو
    سیمه

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پیل شوې مبارزه مو د پاکستان د حکومت د بې عدالتیو زېږنده ده او د دې د دوام لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته اړتیا نه‌لرو

    صابر افغانصابر افغان24 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د دایمي استازي، وروستیو څرګندونو ته چې ګواکې د یاد غورځنګ جنګیالي له افغانستان څخه پاکستان ته اوړي، په کلکه رد کړي.

    د یاد غورځنګ ویاند محمد خراساني په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستاني استازي دغه څرګندونې د پوځي او سیاسي مرستو د جلب او د پاکستاني ولس له منځه د راپورته شوي مقاومت په وړاندې د خپلې کمزورۍ د پټولو څرګنده بېلګه ده.

    ښاغلي خراساني وړاندې ویلي، چې پاکستان تر دې وړاندې هم په ورته ادعاوو او بې بنسټه تورنو له نړیوالو پوځي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړی.
    «پاکستاني ریاست امریکایانو ته د سیمه‌ییز ثبات او امنیت د ټینګښت او ورته نورو درواغجنو وعدو په ورکولو د هغوی مالي مرسته جلب کړه، چې په توسط  یې پر دوه زره ۷۰۰ کيلومتره اوږده ډیورنډ فرضي کرښه ۱۲ فوټه لوړ او پنځه فوټه پلن قوي اغزن تار درولی دی.»

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند وړاندې ټینګار کړی، چې ځواکونه یې له ګلګت څخه تر بلوچستانه او له «هزاره» څخه تر پنجاب او کراچۍ پورې منظم پوځي تشکیلات لري، چې د زرګونه جنګیالیو تړاو یې له اړونده سیمو سره دی.

    یاد غورځنګ له ملګرو ملتونو او ښکېلو لوریو غوښتي، چې د واقعیتونو د تثبیت په موخه د یوه بې طرفه مسلکي پلاوي پر مټ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي ادعاوې په بې طرفه او مسلکي ډول وڅېړي.

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند محمد خراساني د اعلامیې په پای کې ټینګار کړی، چې روانه مبارزه یې د پاکستاني حکومت د بې‌عدالتیو په پایله کې رامنځته شوې او د دغې مبارزې لپاره دوی د افغانستان په ګډون د هیڅ هېواد خاورې ته اړتیا نه‌لري.

    مخکینۍ مقالهد سوډان په جنوبی کردفان ایالت کې ۴۶ تنه د لوږې له امله مړه شوي
    راتلونکي مقاله د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو: څلور نیم میلیونه رضاکار ځوانان د امریکایي اشغال پر وړاندې مقابلې ته چمتو دي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستاني طالبانو بنو کې د عابد الله خان په نوم د پولیسو یو افسر ژوندی نیولی

    9 نوومبر 2025

    ازادي‌غوښتونکو بلوچستان کې نهه اربکیان هلاک کړي

    9 نوومبر 2025

    د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد: ښايي د پاکستان پوځ په مشرتابه، واکونو او قانوني موقف کې پراخ بدلون راوستل شي

    8 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 نوومبر 2025

    د هرات اوبۍ او پښتون‌زرغون ولسوالۍ له عمومي برښنا شبکې سره نښلول کېږي

    د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، ډېر ژر به د دغه ولایت اوبۍ او…

    ملت‌پال له ملت‌ ضد ټربیون څخه؛ لېوال وايي، افغانستان انټرنشنل سره یې دوامداره خپرونه اخیستې

    9 نوومبر 2025

    د ستوني درد نښو سره د نوي کرونا ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړل شوی

    9 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هرات اوبۍ او پښتون‌زرغون ولسوالۍ له عمومي برښنا شبکې سره نښلول کېږي

    9 نوومبر 2025

    ملت‌پال له ملت‌ ضد ټربیون څخه؛ لېوال وايي، افغانستان انټرنشنل سره یې دوامداره خپرونه اخیستې

    9 نوومبر 2025

    د ستوني درد نښو سره د نوي کرونا ويروس د خپرېدو خبرداری ورکړل شوی

    9 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،080 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،017 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،069 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.