هندوکش‌غږ ته د آی‌ایس‌آی له منځه کره سرچينو تائید کړې چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی‌ایس‌آی) پلان لري چې د ايران په زاهدان ولايت کې د ايران د سپاه پاسداران ځينې مهم کسان د خپلو عواملو په توسط ترور کړي.

سرچينه د یاد اقدام دليل د پاکستاني استخباراتو په ګومان د بلوچستان په وروستيو نا امنیو او وژنو په ځانګړي ډول پر جعفر اکسپریس باندې په بريد کې د سپاه پاسداران لاس درلودل يادوي.

آی‌ایس‌آی(ISI) په دې باور دي چې د ايران سپاه پاسداران د پاکستان پر وړاندې جنګېدونکي بلوڅان حمايه کوي او په پاکستاني فوځ، پوليسو او استخباراتو باندې په بريدونو کې ورسره همکاري کوي.

د يادو معلوماتو په اساس په زاهدان کې د سپاه پاسداران درې مهم قومندانان سرهنګ پاسدار محمد رضا نخعي، سجاد بنديزهی او سرهنګ حسين پيوست د يادو اهدافو په لیست کې قرار لري چې پاکستاني استخبارات يې د ترور په هڅه کې دي.

سرچينه زياتوي چې آی‌ایس‌آی د دې ترورونو د ترسره کولو لپاره د اسرائيلو د استخباراتي ادارې موساد سره چې په ایران کې د ترورونو او هدفي وژنو مخينه لري؛ پټ تماسونه نيولي دي او دا ترورونه به د دواړو لوریو په همغږۍ ترسره کېږي چې ښايي ډير ژر اجراء هم شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې پاکستاني چارواکو د جعفر اکسپریس د پېښې پړه پر افغانستان اچولې وه چې ګواکې یاد برید په افغانستان کې پلان شوی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version