کراچۍ کې د افغانستان کونسلګري په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د پاکستان له زندانونو ۴۴ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول.
ياده کونسلګري وایي، د ۲۱ زده کوونکو په ګډون یې ۴۴ افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو راخوشې کړې او د تورخم له لارې یې هېواد ته را لېږدولي دي.
د کونسلګرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل عبدلجبار تخاري وایي، دغه زندانیان د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي و چې په خبره یې، د ټاکلې مودې پایته رسېدو سربېره هم په بند کې وو.
ښاغلي تخاري همدارنګه د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ناقانونه کډوال بندي نه کړي او تر نیولو وروسته یې افغانستان ته واستوي.