ارګ په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د پنجشیر ولایت د مرکز او ولسوالیو یو شمېر علمای کرامو، قومي مشرانو او مخورو د رياست الوزار سياسي مرستيال مولوي عبد الکبير، د استخباراتو عمومي رييس مولوي عبدالحق وثیق، دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد، د امر باالمعروف او نهی‌ عن المنکر وزير شيخ خالد حنفي، او د دفاع وزارت لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت سره په کتنه کې د اسلامي نظام پر ملاتړ ټينګار کړی، او وېلي يې دي چې له بهر ملکونو د نظام او افغانانو پر خلاف مخالفت کوونکي د پنجشېر د ولسونو استازيتوب نشي کولای.

د پنجشېر ولسونو همدا راز پنجشېر کې د رغونې له کارونو خوښي څرګنده کړې او زياته کړې یې ده چې اسلامي امارت لکه د بل هر ولايت پنجشېر کې هم له کوم تعصب او تبعيض پرته خدمات وړاندې کړي دي.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ د ناستې په پای کې د کابينې د مسؤلينو له لوري د پنجشېر ولسونو هر ډول ستونزو ته د رسېدنې وعده ورکړل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version