د کابل ښاروالۍ مسؤلینو خبر ورکړی چي، په ۹۲۰ میلیونه افغانۍ يې د کابل- لوګر لویي لاري د لومړۍ برخي د جوړولو کارونه بیا پیل کړي دي.

یادي ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چي، د دغه سړک د جوړولو چارې پیل شوي او په راتلونکو دوو کلونو کي به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر څرخ آب پوري اووه کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره پراخوالی لري چي، په دوو اصلي او دوو فرعي سړکونو کې به په اساسي ډول ورغول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version