د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسله‌والو یې د بلوچستان په کوېټه او اواران سیمو کې پر پاکستاني پوځيانو دوه جلا بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو پاکستاني پوځي وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

بلوڅ بېلتون غوښتونکی غورځنګ له پاکستاني حکومت څخه د خپلو سیمو ازادۍ غواړي او د همدې موخې لپاره یې له کلونو راهیسې وسله‌واله مبارزه پیل کړې، د دوی په وینا چې پر پاکستاني پوځیانو به یې بریدونه تر هغې دوام ولري چې ترڅو د خپلو سیمو خپلواکي یې تر لاسه کړې نه وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version