د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کندهار په ۱۹ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب د مخنیوي او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه ۱۹ چکډیمونه جوړېږي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو چکډیمونو له ډلې په ارغستان ولسوالۍ کې د یو چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي.: «یاد چکډېم دکرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي، چې د زرگونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به یې رغنیزې چارې بشپړې او گټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
د خبرپاڼې له مخې، یاد چکډم به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي گټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزه هواره او یو شمېر خلکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د کندهار د نېش ولسوالۍ د میانکو په نوم د اوبو د چکډیم چارې هم تر دې مهاله ۳۵ سلنه بشپړې شوې دې، چې په بشپړېدو سره به د سیمې ۶۰۰۰ زره کورنیو ته اوبه برابرې کړې.
د کرنې او اوبو او انرژۍ وزارتونو ویلي، غواړي د هېواد په هره ولسوالۍ کې یو چکډیم جوړ کړي، چې هم بزگرانو ته اوبه برابرې کړې او هم د وچکالۍ پر وخت د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړي.