افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، یو ځل بیا ۱۵تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومانو وړیا درملنه کوي.
له یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد ماشومان یې په کابل کې دوو کورنیو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي دي.«افغاني سرې میاشتې په تېرو ۲۱ میاشتو کې ۳۰۱۳ ماشومان د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي چې ټول لگښت يې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکړل شوی دی.»
په تېرو کلونو کې د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د عملیات لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل؛ خو له تېرو څو کلونو راهیسې دغه عملیات په کابل کې کېږي، چې ټول لگښت یې د سرې میاشتې د ټولنې پر غاړه دی.