هندوکشغږ څو اونۍ وړاندې د امرالله صالح په اړه د عطاء محمد توهين آميز او مسخره آميز غږيز کليپونه نشر کړي و چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د امرالله صالح د ټيم سخت غبرګونونه راوپارول؛ د صالح او عطاء محمد نور ملګرو يو د بل په وړاندې سخت او پراخ تبليغات ترسره کړل.
تازه هندوکشغږ د خپلو پلټنو په نتيجه کې ځينو هغو اسنادو ته لاسرسی پيدا کړ چې د عطاء محمد نور د خپلوانو او نږدې کسانو د فساد له رازونو يې پرده پورته کړې او د ورځنيو او اونيزو لسګونه او سلګونه زرو افغانيو او ډالرو او په ځانګړي ډول د عطاء محمد نور د وراره سيد محمد نور تر دوه سوه زرو اونيزو ډالرو د رشوت او فساد رازونه يې افشا کړي وو.
هندوکشغږ د خپلو څېړنو په نتيجه کې ثابته کړه چې که څه هم په تېر پرځېدلي جمهوریت کې د عطاء محمد نور د پراخ نفوذ او قدرت له امله په ښکاره د دوی د فساد په اړه چا پرېکړه نه شوای کولای خو په جمهوري رياست او په ملي امنيت کې د امرالله صالح د نفوذ او د هغه په دستور د هغه ټيم توانېدلی وو چې د ملي امنيت، ميک ادارې او د خپل صلاحيت څخه په استفادې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت(چې خپله امرالله صالح په همدې پوسټ و) د فساد سره د مبارزې ادارې له لارې د عطاء محمد نور د نږدې حلقې دغه د فساد اسناد طی مراحل او د محرميت د اصولو په ماتولو سره په شخصي ډول له ځان سره وساتي.
هندوکشغږ موندلې چې دغه اسناد د امرالله صالح په اړه د عطاء نور د وروستيو څرګندونو وروسته په سيستماتيک ډول د امرالله صالح د نږدې ملګري اعجاز ملکزاده په توسط چې اوس مهال د روند سبز مهم غړی دی؛ په خواله رسنيو کې ځينو کسانو ته په قصدي ډول په واک کې ورکړل شوي او افشا شوي دي.