عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان امنیت شوری د یوې بې‌سارې پرېکړې په ترڅ کې متحده عربي امارات د یوه یرغلګر دولت په توګه اعلان کړی او ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې یې ورسره پرې کړې دي.

د سوډان امنیت شوری ویلي، چې متحده عربي امارات له تېرو دوو کلونو راهیسې د وسله‌والو ډلو نظامي ملاتړ کوي. شورا زیاته کړې چې امارات دغو ډلو ته پرمختللې وسلې ورکړي، چې د هېواد بنسټیز تأسیسات، لکه د پورتسودان هوايي ډګر، د نفتو او ګازو ساحې او د برېښنا تولید سټېشنونه یې پرې هدف ګرځولي دي.

د یادونې وړ ده چې، پر متحده عربي اماراتو تور دی چې سوډان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په نوم د یوې وسله‌والې ډلې ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لمن وهي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version