د کیېف انډپنډنټ رسنۍ د راپور له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د روسیې له خوا د اوکراین پر ښارونو بریدونه په داسې حال کې دي چې له کییف سره د سولې خبرې روانې وې، هغه ډېر حیران کړی.

راپور کاږي، د می له ۲۴مې تر ۲۶مې نېټې پورې درې پرله‌پسې ورځې، روسیې د اوکراین پر ښارونو پراخ ډرون او توغنديز بریدونه وکړل، چې پکې له ۶۰۰ ډېر ډرونونه او لسګونه توغندي توغول شوي وو «دا تر اوسه د جګړې له خورا درنو بریدونو څخه ګڼل کېږي.»

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر واک ته له بیا ځل رسېدو وروسته په رد و بدل څرګندونو کې کله د روسیې موقف ستایي او کله پرې نیوکې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version