دوهمه برخه
په تېر یادښت کې مو د سیاف د لیکنې لومړۍ برخه څېړلې او د هغه د ناسمو ادعاوو او اوسني مخ پر ودې وضعیت تر منځ مو موازنه ترسره کړې ده؛ اوس به د هغه د لیکنې دویمې برخې ته راشو، چې د اسلام پښه یې مینځ ته راوړې او د اسلام د مینې ډبره یې په سینه وهلې ده.
سیاف د خپلې لیکنې په دوام کې لیکلي: «دا ټوله جفا (ظلمونه) زموږ د مظلوم ملت، زموږ د هېواد او د انسانیت په حق کې وشول او تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې دا ظلمونه د اسلام تر نامه لاندې ترسره شوي دي (او ګران اسلام ته یې ترې برائت ورکړ) او د هر ډول ظلم او جفا منسوبول اسلام ته یو نه بښل کېدونکی جنایت دی.» (منقول)نوموړی که د اسلامي امارت فتحه او له افغانستان څخه د امریکایانو وتل د ملت په وړاندې ظلم ګڼي او دښمن دوست او دوست دښمن ګڼي او په دې غلطه عقيده چې ګواکې تر اوسه هم د خلکو په منځ کې پلویان لري، د هغوی په استازیتوب خبرې کوي او د ملت لپاره د مظلومیت نسخې جوړوي.
خو دا يې هېر کړي دي چې د دې خلکو شا يې خالي کړه او وتښتېده او د اسلام په نوم يې د آيتونو او احاديثو په منفعت طلبانه استدلال سره یې ملت ګمراه کړ، د دوست او دښمن تر منځ يې د توپير توان ترې واخیست.
د دې پر ځای چې ملت او مجاهدین سره متحد کړي او د اشغالګرو په وړاندې په یوه متحد مورچل کې ودرېږي، ځان یې د دښمنانو په صف کې ودراوه او ملت یې د خپلو او آزادوالو پر ضد وښوروه، او د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې د ځوانانو ژوند قرباني کړ.
له دې ادعاوو داسې ښکاري چې هغه یواځینی کس و چې اسلام یې په سمه توګه پېژندلی و، چې له دښمنانو او اغیارو سره یې لاس یو کړی و او له هغوی سره په طعام او کلام کې شریک شوی و او په عام منظر او د رسنیو په کمرو کې به یې خندا او تبسم ترې صدقه او قربانول.
خو دا چې هېواد يې د دښمن په لاس کې و، مېندې او خويندې يې تر بريد لاندې راتللې او وروڼه او هېوادوال يې شهيدان او قرباني کېدل، دې هېڅ کله نه خفه کاوه او فکر یې ورته نه مشغول کاوه.
كه هغه اسلام چې هغه یې خبرې کوي او د روحانیت تر جامو لاندې یې ځان پټوي او هڅه كوي چې خپلې خبرې په آيتونو او احاديثو مزينې کړي، او داسې وي چې په يو اسلامي هېواد د دښمن د بريد اجازه وركوي، نو دا اسلام نه دی او د محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو په کرښو کې شتون نه لري.
بلکې د يهودانو په شان یې تورات په غېږ کې نیولی او هر چېرته چې د ده په ګټه وي هلته یې ښکاره او افشا کوي او چېرته چې يې په ضرر او مقابل کې وي بیایې پټوي.
خو اوس په دې فضا کې هر فرد او د ټولنې بېلابېلې طبقې حقایق او حقیقت درک کړی او د اسلامي امارت مشروعیت او د سپین بیرغ د پورته کولو فضیلت ته رسیدلي او له دې ډول الفاظو څخه خپل ذهنونه نه غمجن کوي.
بلکي ټول ملت د اسلامي امارت مخلص او وفادار ملاتړی دی او د هر ډول خنډ او مشکل په له منځه وړلو کې ورسره مرسته کوي او د ستونزو او مشکلاتو د څخه د تېرېدلو لپاره ورته د پُل په توګه ګرځي.
ادامه لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.