Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شر او فساد جوړوونکي بغاوتګر!
    لیکني

    شر او فساد جوړوونکي بغاوتګر!

    صابر افغانصابر افغان21 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د تېر جمهوري نظام غړي، د پارلمان وکیلان او د بېلابېلو څوکیو ټېکداران چې اوس مهال له هیواد څخه بهر په کمپونو او لارو کوڅو کې شپې او ورځې سبا کوي، بیا هم په قراره نه کښېني، غواړي چې په یو نه یو ډول هیواد کې شر جوړ کړي، خپل منځي شخړې او تاوتریخوالی رامنځته کړي.

    دا شر اچوونکي بغاوتګر، نه غواړي چې په افغانستان کې دې امن او سوکالي وي، اتحاد او ورورګلوي وي؛ دوی د تل لپاره د اسلامي نظام پر وړاندې د ضد نغارې وهلي او لا یې هم له خپلو بېهوده او مغرضانه کړنو لاس نه دی اخیستی.

    شر او فساد جوړوونکي بغاوتګر تر ډېره دلته په هیواد کې هغه اشخاص وو، چې اکثره یې د یرغلګرو امریکایي ځواکونو د دفترونو صفاکاران، اجنټان، لاسپوڅي، د نامشروع پروژو قراردادیان او په ځينو نورو برخو کې یې همکاران وو.

    دې بغاوتګرو د خپلو بادرانو خبرې په ځمګه نه غورځولې، یعنې د خپلو بادارانو فرمانبردار او د هر امر تابع مخلوق وو، د هغوی په اشارو به یې په هیواد کې قومي او ژبني تعصبات رامنځته کول چې، له دې لارې یې په میلیونونه ډالر لاسته راوړل، د شرابو او کبابو په مېلو کې غرق وو، د هیڅ چا پروا به یې نه کوله.

    دا چې بغاوتګر او شر اچوونکي اوس هم د سوشل ميډیا له لارې، د اسلامي او شرعي نظام خلاف بغارې او نغارې وهي، د دوی په ژوند د نا اهلو حیواناتو ژوند شرف لري، زما په اند، بغاوتګر په خپل ارزښت اوس وپوهېدل، چې باداران یې ورته هیڅ کوم ځانګړی اهمیت نه ورکوي، هغوی هم په دې پوهېدلي چې دا خاینین هیواد/وطن چې د مور حیثیت لري، هغه ته نه دي وفاداره، نو مونږ ته به څه وفادار پاتې شي، نو ځکه یې ذلیله ساتلي دي، خپل کثافات پرې پاکوي.

    د بغاوتګرو شتون په هیواد کې د ویرې فضا راخوره کړې وه، هیڅ څوک له کوره په ډاډه زړه نه شوای وتلی، که و به وته، دوه ویرې به یې د کورنۍ له غړو یا له والدینو سره وې؛ لومړی دا چې زوی/ورور به مې ژوندی کور ته راځي او که نه؛ دوهم دا چې د اختطاف ګرو/انسان تښتوونکو ډلې ته په لاس ور نه شي، بیا به رانه د خوشې کولو په تړاو د میلیونونو ډالرو غوښتنه کوي؛ دا ویرې تر ډېره په هیواد کې موجودې وې.انسان تښتونه/اختطاف په ډېره لوړه کچه، د وزیرانو او د پارلمان د وکیلانو، د تورو هیندارو زغره وال موټرو کې ترسره کېده.

    د دې بغاوتګرو او شر اچونکو ظلمونه، غصب، وحشت، باج/قلنګ اخیستنه او وسله والې غلاوې به هیڅکله افغان ولسونه له ذهنه ونه باسي او نه به یې له ذهنه ووځي؛ په هیواد کې ټول مېشت قومونه د خدای جل جلاله شکر اداء کوي، چې د انسان په جامه کې، له دې دوه پښو شرمښانو یې خلاص کړل.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله اوبو روان کړی پاکستان اوس پۀ ځګ پسې لاسونه اچوي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان غوره لیګ ولې په تش لوبغالي کې ترسره کېږي؟

    13 اپریل 2026

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 اپریل 2026

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    العربیه راپور ورکړی، چې د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د “زامفارا” ایالت په یوه…

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026

    فوربز امریکایي مجله: چین په جنوبي چین سمندر کې له جګړې پرته بشپړ ټاپو لاندې کړی

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026

    فوربز امریکایي مجله: چین په جنوبي چین سمندر کې له جګړې پرته بشپړ ټاپو لاندې کړی

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.