عدليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي د تخنیکي هیئت په ناسته کې څه باندې ۱۶ زره جريبه ځمکه امارتي تثبيت او تشخيص شوې.
خبرپاڼه زياتوي چې د یاد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې د څوارلس زره پنځهسوه دوه شپېته (۱۴۵۶۲) جریبه ځمکې، د مزار شریف ښار اړوند په نهمه ناحيه کې د شهيد بلخي ښارګوټي اته سوه اته (۸۰۸) جریبه ځمکې، په دشت شور ساحه کې د هاشمي ښارګوټي څه باندې شپږه سوه اتيا (۶۸۰) جریبه ځمکې او د شولګرې ولسوالۍ اړوند په بابه عوض کلي کې د څه باندې نهه پنځوس (۵۹) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تثبیت او تشخیص شوې دي.
خبرپانه زياتوي چې تخنيکي هيئت پرېکړه ګړې چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو درې کلونو کې د عدليې وزارت او د ځمکو د غصب د مخنيوي کميسيون له لوري هېواد کې زرګونه جريبه ځمکه له غصب راګرځول شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.