شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د «حاجي قدير ښارګوټي» په نامه د څه باندې ۱۲۳۲ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې، چې یاده ټوله ځمکه امارتي ده.د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاده ځمکه د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ په فتح آباد او خیرآباد سیمو کې موقعیت لري.وزارت زیاته کړې، چې یادې اختصاصي محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، دا سندونه نامعتبره وبلل او پرېکړه یې وکړه چې تر دعوې لاندې ټوله ځمکه، چې په ۶ «کادستري» قطعو کې موقعیت لري، امارتي ده.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د ا.ا له اساسي موخو څخه ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې موخه رامنځته شوی دی.یاد کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا ځل حاکمیت وروسته غاصبینو او زوراکو له خوا غصب شوې لسګونه زره جریبه ځمکې بېرته راګرځول شوې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري22 جون 2025
د ايران لوړپوړي امنيتي چارواکي: د بريد چمتووالی مو درلوده او خپل اټومي سايټونه مو خالي کړي وو22 جون 2025