د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د ځايي خلکو په مالي مرسته یو ښوونځی جوړېږي.

د غزني د پوهنې رئیس نصیر احمد حسیني وايي، د یاد ښوونځي د جوړېدو چارې ۱۵ کاله مخکې پیل شوې وې.

د ده په خبره، د سلطان مسعود په نامه د یاد ښوونځي کارونه د ۱۵کلونو ځنډ وروسته پیل شول.

یاد ښونځی چې ۱۵ کاله وړاندې ورته بودیجه منظور شوې وه یوازې ٣٠ سلنه چارې یې بشپړې شوې وې. له هغې وروسته یې چارې درېدلې وې چې د ځایي خلکو په مالي ملاتړ د یاد ښوونځي چارې بیا پیل شوې.

دی وايي، د سلطان مسعود ښوونځی به ١٦ درسي خونې، یوه اداري خونه، د لوبو لپاره یو ځانگړی لوبغالی او د اوبو لپاره مجهز سیستم ولري، چې د سږ کال په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي او گټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د دغه ښوونځي په جوړېد سره به د زده‌کوونکو گڼ‌شمېر ستونزې حل شي، چې شاوخوا ۷۰۰ زده‌کوونکو ته پکې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

حسیني زیاتوي، په دغه ښوونځي ۷ مېلیونه افغانۍ لگښت راځي، چې د سیمې ځايي خلکو یاد لگښت ته اوږه ورکړې ده.

د غزني د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ او پروسږکال په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت او د همکارو موسسو په مالي ملاتړ ۵۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې او سږ کال هم د ۵۰ ښوونځیو ودانیو جوړول په پام کې لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version