د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د بېکارۍ د ختمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په پار یې د ۲۶۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸ عنوانه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د همکارو موسساتو ترمنځ مختلفو برخو کې د ۲۶۱مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸عنوانه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په خبرپاڼه کې د یاد وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال مولوي عبدالبر له قوله ویل شوي، چې د دغه هوکړهلیکونو له لارې به گڼو خلکو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شي.
دا چې افغانستان کې ډاډمن امنیت ټینگ او مختلفو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو مناسب فرصت برابر دی باید په گډه توگه او په ښه ډول خپل مسوولیتونه ادا او د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړو. له نېکهمرغه له څلورو کورنیو او نړیوالو موسساتو سره مو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل، چې له امله به یې ۲۴۳۷تنو ته دفني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره او ۴۶۰۰ تنو زیانمنونکو ماشومانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ وشي او یادې پروژې به د پلازمېنې کابل په گډون په اوو ولایتونو کې پلې شي.
په هېواد کې د نورو ستونزو سربېره بېکاري هغه ستونزه ده، چې مېلیونونه افغان ځوانان ورسره لاس او گرېوان دي.
په هېواد کې د بېکارۍ له امله گڼ افغان ځوانان په ایران، ترکیې، پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې په سختو کارونو بوخت دي، چې گڼ یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ډېری وخت د پولیسو له لوري ځورول کېږي.