د غور ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې پرون د دغه ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په چشمه سفید سیمه کې د یوه پلنکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ١٤ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده او د وياند په خبره ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ډېری ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version