Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (١)
    لیکني

    له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (١)

    صابر افغانصابر افغان19 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د افغانستان په پراخه لمن کې د فسادیانو له لورې د جګړې پیل او د کابل ښار د لوټې-لوټې کولو را وروسته تر ننه شریر او باغیان د جګړې پلوي په ډېره کلکه کوي.

    ځکه د دوی په جګړو کې ګټې خوندي دي، په لانجو او فسادو کې د وطن په جغرافیه او ملي شتمنیو د سودا کول، د طبعي زېرمو لوټل او په بادارانو یې په کمه بیه خرڅول پکې عادي وي.

    د همدې لپاره چې خیانتونو او فسادونو ته لار برابره او اسانه شي، نو باید او باید په هېواد کې جګړې، یرغلګر، نسل وژنه او ټکونه موجود وي.خیانتونو ته د زمینه سازۍ لپاره دوی په افغانستان کې په مسلسله توګه د جګړې غوښتنه کوي، که تاسې يې هره مرکه واورئ حتمن به د افغانستان په حق کې د سختې ویجاړۍ پلوي وي.

    د همدې لپاره د مقامت خیالي جبهې ډلې د فرانسې او امریکا چارواکو ته په پښو کې سرونه ایښي دي، چې په افغانستان کې بیا جګړه پیل کړي.

    کله نا کله د کوم انسټیټیوټ په فراغت غونډه کې په مکر او زاریو ځان میلمه کړي، خو پر ځای د دې چې په هماغه موضوع وغږېږي، برعکس د افغانستان په اړه له حقیقت څخه لېري څرګندونې کوي، چې ډېری وخت یې خبرې د ډالرو پر سوال را څرخي.

    کله وايي: افغانستان ته روانې بشري مرستې بندې کړئ او دغه مرستې مونږ ته راکړئ چې جګړه وکړو؛ او کله وایي: په افغانستان یرغل وکړئ مونږ مو کرایه شوې میلشې یو.کله د داعشي خوارجو په نوم د اهل تشیع هېوادوالو بې ګناه نسل وژنه پیل کړي، بیا ورته په پېغوریزه لهجه د وسلې د پورته کولو مشورې ورکوي، خو خپله د بادار په غېږ کې د همدې ملت په تښتول شویو پیسو په جوړ شویو بلند منزلو کې ناست دي.

    دوی ته د افغانستان څلویښت میلیونه وګړي بشر نښکاري او خپل یو څو لنډغر او سړي خواره چې افغاني غرور او شان یې سوالیه کړی متدین او بشر ښکاري (عجیبه انصاف دی).

    د شر او فساد د لارویانو سترګې دومره پټې دي، چې له هر څه مخکې دوی لومړی د افغانستان په غیرتي او ازاد ولس د سختیو راوستلو کوښښونه او هڅې کوي.

    احمد مسعود نازدانه هم د خپل پلار په پل، پل ږدي او خلکو ته ښیي چې که پلار یې له شوروي او امریکایي یرغلګرو سره پټ تړونونه کول، نو زه لږ جرأت مند یم، په ښکاره ورته سوال او زارۍ کوم چې افغان وطن او وطنوال برباد کړي.

    د مسلمانانو سره د کفارو دښمني تر قیامته ده، دا زه نه وایم، بلکې دا الله تبارک وتعالی په قران کریم کې فرمایي: وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ [سورة البقرة:120].ژباړه: هیڅکله به مو دوستان/ملګري نه شي یهود او نصاری تر هغې چې تاسې د دوی په ملت نه شئ.

    یوه بله نقطه چې یادول یې اړین دي؛ امریکا چې له افغانستان څخه کابو شل زره کیلومتره لېري پرته ده، هغوی له هغه ځای څخه د افغانستان غېږي ته راځي، خپل ځان، مال او شتمني ټول هر څه په خطر کې اچوي؛ دلته په مونږ بمونه وروي، په وهلو او ټکولو، تړلو او شړولو مو تر ګونتانامو او نورو زندانونو رسوي، خو د شر او فساد لارویان په خپله غېږه کې کلک نیسي، کمپونه ورته جوړوي او…لامل یې څه کېدای شي!؟دا پوښتنه تاسې درانه لوستونکي خپله ځواب کړئ.

    دوی د جګړې دوامداره غوښتونکو ته که همدا نن هم د ملت شتمني او حق ټوله په واک کې ورکړل شي جګړه نه کوي، ځکه دوی د ملت د شتمنۍ په لوټلو او تښتولو معتاد شوي دي؛ خو یوه بله خبره هم باید ورسره ومنل شي، چې هغه یې د بادار فرمایشات دي، په هیڅ صورت دوی د بادار ګټه له نظره نه شي غورځولی، ځکه دوی نعوذ بالله د الله تعالی پر ځای د فرانس، امریکې، تاجکستان، ایران او ځینو نورو بنده ګي کوي.

    ادامه لري…

    مخکینۍ مقالهروسیې د ماسکو فارمټ غونډه کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ورکړې
    راتلونکي مقاله له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (٢)

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۰۸۴ قیراطه زمرد وپلورل شول

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.