بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په متحده عربي اماراتو کې افغان سفير مولوي بدر الدين حقاني د ياد هېواد د دولت له رئيس شيخ محمد بن زايد آل نهيان‌ سره د افغانستان په عمومي وضعیت، وروستیو پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو خبرې اترې کړې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې همدا راز افغان سفير له د‌ولت رئيس څخه په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو هیواد ته د انتقال، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په چارو کې د اسانتيا رامنځته کولو، او په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځینو ستونزو د اواري غوښتنې وکړې.

د خبرپاڼې پر بنسټ په په ناسته کې شیخ محمد بن زاید آل نهیان په خپلو خبرو کې د یادو شویو مواردو په تړاو د همکارۍ او اسانتیاوو ژمنې کړي، دغه راز د دولت رئيس افغانستان خپل ورور هیواد یاد کړ او ترڅنګ یې د خپلې همېشنۍ او ژورې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version