د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، ښاغلی نورالدین عزیزي د استانبول د ۲۰۲۴ حلال نړیوال نندارتون په څنډه کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې ښاغلي عزیزي افغان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم شرایط برابر شوي او له دوی یې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version