د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د داعش د پراخ موجودیت او په تهدید د بدلیدو په اړه د غربي هېوادونو او نهادونو اندیښنې بې ځایه او پروپاګند دي.
ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، “د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعشي پدیدې په وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.
مجاهد زیاتوي، د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر کلک تسلط لاندې ده چې هیڅ خپل سرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، “په افغانستان د موجود امنیت، ثبات او د قوي امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه تشویشونه ښکاره کول د هغو ډلو لپاره کمپاین دی چې باید ودرول شي او د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشتیا هڅه ونشي.”
ښاغلي مجاهد په ټينګار سره ويلي چې اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي.